افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، روسیې، بیلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هیوادونو ترمنځ په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ او د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې. د دغو هیوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلیز له لارې د لیږد په اړه خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې، ملا حميدالله اخندزاده د دغې غونډې په څنډه کې د ترانسپورت له وزير او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي او د روسيې او بيلاروس له مرستيالانو سره وکتل او خبرې يې وکړې.