افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې له تیرې ورځې راهیسې له ایران او پاکستان څخه ۳۴۲۹ تنه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې ۲۶۵۱ راستانه شوي کډوال د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي او د پاکستان له زندانونو د ۱۸ کډوالو په ګډون ۷۷۸ نور د تورخم او سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه ادارو ته معرفي شوي او يو شمېر نورو ته نغدي مرستې وېشل شوې دي.