دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 288140
له هوايي ډګر څخه تر کابل – جلال آباد سړک پوری د ودانيو د نړولو لړۍ پيل شوه
کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د نوي سړک د جوړولو په موخه یې د کابل هوايي ډګر څخه تر کابل - جلال آباد سړک پورې د ودانیو د نړولو لړۍ پیل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر پرون (یکشنبه د حمل ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لاره کې ۵۰۱ ملکیتونه استملاک شوي او مالکینو ته یې د حق د سپارلو بهیر پیل شوی دی.
 
کابل ښاروال زیاته کړه، چې د دوه اعشاریه اووه کیلومترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د نوي سړک د جوړولو چارې به د یو کال او اتو کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
 
دغه رياست وايي، چې د کابل ښاروالۍ به د دې ادارې له داخلي بودجې څخه د ټولو ودانيو لګښت په غاړه واخلي.
https://avapress.com/vdci5varut1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته