کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له هوايي ډګر څخه تر کابل – جلال آباد سړک پوری د ودانيو د نړولو لړۍ پيل شوه

13 حمل 1403 ساعت 10:38

کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د نوي سړک د جوړولو په موخه یې د کابل هوايي ډګر څخه تر کابل - جلال آباد سړک پورې د ودانیو د نړولو لړۍ پیل کړې ده.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر پرون (یکشنبه د حمل ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لاره کې ۵۰۱ ملکیتونه استملاک شوي او مالکینو ته یې د حق د سپارلو بهیر پیل شوی دی.
 
کابل ښاروال زیاته کړه، چې د دوه اعشاریه اووه کیلومترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د نوي سړک د جوړولو چارې به د یو کال او اتو کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
 
دغه رياست وايي، چې د کابل ښاروالۍ به د دې ادارې له داخلي بودجې څخه د ټولو ودانيو لګښت په غاړه واخلي.


د مطلب کود: 288140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288140/له-هوايي-ډګر-څخه-تر-کابل-جلال-آباد-سړک-پوری-د-ودانيو-نړولو-لړۍ-پيل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com