دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 286151
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
خبري سرچینو اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اونۍ د دوحې له غونډې وروسته د افغانستان په اړه غونډه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړی.
 
رسنیو راپور ورکړی چې ملګري ملتونه تمه لري چې د دوحې په غونډه کې د امنیت شورا تر غونډې پورې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو موافقه وکړي.
 
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې د ناستې د پایلو په اړه د امنیت شورا غړو ته راپور ورکړي او ځانګړی استازی به هم معرفي کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب او د څه باندې ٢٠ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى، له تېرې ورځې راهيسې په قطر کې جوړېږي.
https://avapress.com/vdciwqarzt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته