کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

1 حوت 1402 ساعت 11:20

خبري سرچینو اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اونۍ د دوحې له غونډې وروسته د افغانستان په اړه غونډه کوي.


آوا - کابل: ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړی.
 
رسنیو راپور ورکړی چې ملګري ملتونه تمه لري چې د دوحې په غونډه کې د امنیت شورا تر غونډې پورې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو موافقه وکړي.
 
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې د ناستې د پایلو په اړه د امنیت شورا غړو ته راپور ورکړي او ځانګړی استازی به هم معرفي کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب او د څه باندې ٢٠ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى، له تېرې ورځې راهيسې په قطر کې جوړېږي.


د مطلب کود: 286151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286151/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-افغانستان-په-اړه-غونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com