دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 284912
یمني ځواکونو د برتانیا پر یوې کښتۍ برید وکړ
المیادین شبکې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د یمن وسله والو ځواکونو پرون د دغه هیواد په جنوبی اوبو کښې د انګلستان یوه بیړۍ په نښه کړه. ویل کیږي چې د تیلو دغه ټانکر اشغال شویو سیمو ته روان وو او د اسرائیلي جنګیالیو لپاره یې تیل وړل.
افغان غږ خبری آژانس: د المیادین د خبر له مخې، له دغې بیړۍ سره دوه بریتانوی او امریکایی بیړۍ هم ملګری وې، د یمنی ځواکونو له تیریدو او د جګړې له پیلیدو وروسته، ۲ محافظوی بیړۍ له دغه ځای څخه ووتله او وتښتیدل. 

ویل کېږي چې دغې کښتۍ نیول شویو سیمو ته تېل لېږدول.

د امریکا مرکزي قوماندې (CENTCOM) څو ساعته مخکې د عدن په خلیج کې پر برتانوي کښتۍ برید تایید کړ.

د امریکايي چارواکو په وینا دغه کښتۍ د توغندي په وسیله په نښه شوې او پرزې یې زیانمنې شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د الاقصی طوفان له عملیاتو او په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو وروسته د یمن پوځ اعلان وکړ چې د فلسطین په ملاتړ کښې به د صهیونیسټ رژیم په بیړیو او د دغه رژیم په بیړیو حملې وکړی .
https://avapress.com/vdcb8ab55rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته