کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یمني ځواکونو د برتانیا پر یوې کښتۍ برید وکړ

8 دلو 1402 ساعت 9:24

المیادین شبکې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د یمن وسله والو ځواکونو پرون د دغه هیواد په جنوبی اوبو کښې د انګلستان یوه بیړۍ په نښه کړه. ویل کیږي چې د تیلو دغه ټانکر اشغال شویو سیمو ته روان وو او د اسرائیلي جنګیالیو لپاره یې تیل وړل.


آوا: د المیادین د خبر له مخې، له دغې بیړۍ سره دوه بریتانوی او امریکایی بیړۍ هم ملګری وې، د یمنی ځواکونو له تیریدو او د جګړې له پیلیدو وروسته، ۲ محافظوی بیړۍ له دغه ځای څخه ووتله او وتښتیدل. 

ویل کېږي چې دغې کښتۍ نیول شویو سیمو ته تېل لېږدول.

د امریکا مرکزي قوماندې (CENTCOM) څو ساعته مخکې د عدن په خلیج کې پر برتانوي کښتۍ برید تایید کړ.

د امریکايي چارواکو په وینا دغه کښتۍ د توغندي په وسیله په نښه شوې او پرزې یې زیانمنې شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د الاقصی طوفان له عملیاتو او په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو وروسته د یمن پوځ اعلان وکړ چې د فلسطین په ملاتړ کښې به د صهیونیسټ رژیم په بیړیو او د دغه رژیم په بیړیو حملې وکړی .


د مطلب کود: 284912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284912/یمني-ځواکونو-د-برتانیا-پر-یوې-کښتۍ-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com