دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 284209
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۳۹۶۸ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ زره ۹۶۸ تنو ته رسېدلی او په دې ترڅ کې د ټپیانو شمېر هم ۶۰ زره ۵۸۲ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت د غزې د جګړې د سلمې ورځې په مناسبت په یوه بیان کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې ۱۱ نوی جنایتونه ترسره کړی دی چې د ۱۲۵ کسان يي په شهادت رسولي.

د نویو شهیدانو په شمول د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د جنایتونو د شهیدانو شمیر ۲۳۹۶۸ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د ټپیانو شمېر ۶۰ زره ۵۸۲ ته رسېدلی دی.
https://avapress.com/vdcawynuo49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته