کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۳۹۶۸ تنو ته ورسید

25 جدی 1402 ساعت 9:43

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ زره ۹۶۸ تنو ته رسېدلی او په دې ترڅ کې د ټپیانو شمېر هم ۶۰ زره ۵۸۲ تنو ته رسېدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت د غزې د جګړې د سلمې ورځې په مناسبت په یوه بیان کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې ۱۱ نوی جنایتونه ترسره کړی دی چې د ۱۲۵ کسان يي په شهادت رسولي.

د نویو شهیدانو په شمول د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د جنایتونو د شهیدانو شمیر ۲۳۹۶۸ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د ټپیانو شمېر ۶۰ زره ۵۸۲ ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 284209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284209/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۳۹۶۸-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com