دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 283140
پاکستان د دغه هیواد د پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د ځورولو په اړه د تحقیقاتو اعلان وکړ
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو په اړه د راپور په اړه څېړنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالت سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی، چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان کډوالو او سوداګرو د ځورونې په اړه څېړنې وکړی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې دغه حکم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له شکایت وروسته صادر شوی دی.

ديوبل خبرله مخې، دغه شکايت په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت دچارواکو او پاکستاني مقاماتو ترمنځ دکتنې په بهير کې شوى دى .

د یادولو وړ ده چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستي دښمنانه تګلارې له مخې د اسلام اباد حکومت ۵۰۰ زره کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
https://avapress.com/vdcdos0xzyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته