کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د دغه هیواد د پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د ځورولو په اړه د تحقیقاتو اعلان وکړ

9 جدی 1402 ساعت 15:20

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو په اړه د راپور په اړه څېړنه کوي.


آوا - کابل: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالت سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی، چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان کډوالو او سوداګرو د ځورونې په اړه څېړنې وکړی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې دغه حکم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له شکایت وروسته صادر شوی دی.

ديوبل خبرله مخې، دغه شکايت په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت دچارواکو او پاکستاني مقاماتو ترمنځ دکتنې په بهير کې شوى دى .

د یادولو وړ ده چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستي دښمنانه تګلارې له مخې د اسلام اباد حکومت ۵۰۰ زره کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.


د مطلب کود: 283140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283140/پاکستان-د-دغه-هیواد-پولیسو-له-خوا-افغان-مهاجرینو-ځورولو-په-اړه-تحقیقاتو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com