دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 277471
د برچي - کمپني سړک د پخولو کار پیل شو
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست وايي چې د اساسي کارونو تر بشپړېدو وروسته یې د برچي - کمپني سړک د پخولو کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د اساسي کارونو له بشپړیدو وروسته د برچي - کمپني سړک د پخولو چارې پیل کړې دي.
 
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې له قلعه ناظر څخه تر نقاش سیمي پورې ٢٢٧٤ متره اوږدوالى او ٣٠ متره سور لري، د ټولو برخو په ګډون معياري سړک دى.
 
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د چارواکو په وینا؛ اوس مهال د ياد سړک يو طرف د پخولو لپاره چمتو دى او ډېر ژر به دويم طرف هم د پخولو لپاره چمتو شي او هڅې روانې دي چې د سړې موسم له رارسېدو مخکې دغه سړک بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د برنټ پل په سیمه کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه شي او له بلې خوا به د سیمې خلکو ته د اقتصادي ودې زمینه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcd550xfyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته