دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 273297
اسلامي امارت: پاکستان دې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان نه اچوئ
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون (شنبه، سرطان ۲۴) د پاکستان د دفاع د وزیر د خبرو په غبرګون کې وویل چې «اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن نه دی» او ویلي یې دي چې دغه تړون له پاکستان سره نه بلکې له امریکا سره لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس: ښاغلي مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي، "له امریکا سره د دوحې د سولې تړون لاسلیک شوی او د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي او پاکستان یو ورور او مسلمان هېواد دی."
 
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان د پوځ د بیان له خپرېدو یوه ورځ وروسته ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د آزادۍ په اړه ژوره اندېښنه لري.
 
خو ښاغلی مجاهد وايي که د پاکستان حکومت له دوی سره شواهد شریک کړي، دوی به د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي. د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې دوی له پاکستاني لوري سره د ټي ټي پي په اړه ناستې کړي دي.
 
د پاکستان د دفاع وزیر هم اسلامی امارت ته خبرداری ورکړی و چې که د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام ونه کړی، پاکستان به د خپلې خاورې او وګړو د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه وسیلو او اقداماتو کار واخلی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر ویلي دي چې له اسلامي امارت څخه هیله لرو چې د دوحې په تړون کې د موجودو مکلفیتونو په رڼا کې په رښتیني مانا او د افغانستان له خاورې د هیڅ هیواد پر ضد د ترهه ګرۍ د رامینځته کولو اجازه ورنکړي.
 
خو مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د پاکستان پوځ بيا د افغانستان پر خاوره بريد وکړي، وويل چې موږ به يې په جدي توګه مخنيوى وکړو او هيچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ پر خاوره تېرى وکړي.
 
https://avapress.com/vdcf1md0ew6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته