دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 266183
مجاهد: په کابل کې د داعش نظامي او عملیاتي مسئول ووژل شو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دې ترهګرې ډلې عمومي او عملیاتي مدیر قاري فاتح د یکشنبې په شپه د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند د دوشنبې په ورځ (کب ۸ ) په خپل ټوېټر لیکلي چې دغه برید د «ذاکرین مینې» په سیمه کې د استخباراتي عسکرو له لوري ترسره شوی او په ترڅ کې یې دوه تنه خوارج وژل شوي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې دغو کسانو په کابل کې پر دیپلوماتیکو ادارو او جوماتونو په وروستیو بریدونو کې لاس درلود.
 
هغه همداراز ټینګار کړی دی چې د هند د نیمه وچې لپاره د داعش د مشر امین اهنګار په ګډون د داعش درې نور غړی هم د د مب په ۲۴مي په عملیاتو کې وژل شوی دی.
 
د اسلامي امارت ویاند په دې اعلامیه کې لیکلي، چې د داعش ټول بریدونه د قاري فاتح تر قوماندې لاندې شوي دي. د مجاهد په وینا په کابل کې پر دیپلوماتیکو مرکزونو او جوماتونو وروستي بریدونه د قاري فاتح په مشرۍ ترسره شوي.
 
مجاهد ویلي، چې قاري فاتح "امیر الحرب" د داعش د خراسان څانګې مشر و، وروسته د داعش د کنړ ولایت او ختیځ زون د مشر په توګه وټاکل شو او اوس د خراسان لپاره د داعش نظامي او عملیاتي مسئول
په توګه دنده ترسره کوله.
 
مجاهد زیاته کړې، چې د روان کال د ثور میاشتې په ۲۴ مه نېټه د هند د نیمې وچې لپاره د داعش مشر اعجاز امین اهنګر د اسلامي امارت د استخباراتي ځواکونو په یوه پېچلي عملیاتو کې د دغې ډلې له دوو نورو غړو سره یوځای ووژل شو.
 
ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
 
د یکشنبې په ماښام د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه سرچینو خبر ورکړ چې له دې سیمې یې د څو چاودنو او نښتو غږونه اورېدل دي.
 
https://avapress.com/vdcbw0b5frhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته