دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 263968
په ننګرهار کې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت چارواکي وايي، د دغه ولايت په څوارلسو ولسواليو کې يې ۳۰۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او دغه کار به د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې دوام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو د سه شنبې په ورځ (جدی ۲۷) اعلان وکړ چې په درې زره جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له منځه وړی دی.
 
د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسئولينو په وينا، دغه کار له خوګياڼو ولسوالۍ پيل شوى او د دغه ولايت اتو نورو ولسواليو ته به هم دوام وکړي.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت وايي، چې د ننګرهار د ۸ نورو ولسواليو په پاکولو سره به په ټوليزه توګه د ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ په بشپړه توګه له کوکنارو پاکې شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په ترڅ کې د نشه يي توکو پر کښت او تولید بندیز ولګاوه.
 
د افغانستان په ختيځ کې ننګرهار د هېواد له ګرمو ولايتونو څخه دى، چې د تېر حکومت پر مهال يې په ډېرو لرې پرتو ولسواليو کې کوکنار کرل کېدل.
 
https://avapress.com/vdcjmte8ouqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته