عادل شاه عادل د بلخ پولیسو ویاند وايي چی دغه چاودنه نن شنبه سحار، د مرغومې ۱۴، د یو حمام تر څیرمه د مزار شریف ښار د لسمې امنیتی حوزې په سیمه کی ترسره شوې دې.
هغه زیاته کړه چی په دغه چاودنه کی یو تن وژل شوې او درې تنه نور زخمي دي. د نوموړي په وینا د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د پولیسو لسمه حوزه د مزارشریف ختیځه سیمه تر پوښښ لاندې لري.
د دغې پیښې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دې اخیستې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)