کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزار شریف کی د یوې چاودنې له امله لږترلږ یو کس وژل شوي او درې تنه ټپي دې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جدی 1398 ساعت 14:36

د مزار شریف په ښار کی د ځای پرځای شوي چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله لږترلږ یو تن ملکي وګړې وژل شوې او درې نور ټپی دي.



عادل شاه عادل د بلخ پولیسو ویاند وايي چی دغه چاودنه نن شنبه سحار، د مرغومې ۱۴، د یو حمام تر څیرمه د مزار شریف ښار د لسمې امنیتی حوزې په سیمه کی ترسره شوې دې.
هغه زیاته کړه چی په دغه چاودنه کی یو تن وژل شوې او درې تنه نور زخمي دي. د نوموړي په وینا د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د پولیسو لسمه حوزه د مزارشریف ختیځه سیمه تر پوښښ لاندې لري.
د دغې پیښې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دې اخیستې.
 


د مطلب کود: 199601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199601/په-مزار-شریف-کی-د-یوې-چاودنې-له-امله-لږترلږ-یو-کس-وژل-شوي-او-درې-تنه-ټپي-دې

آوا
  https://www.avapress.com