له دې ډلې ولسمشر محمد اشرف غني دا برد غندي او هغه د بشریت په وړاندې جنایت ګڼي.
طالبانو هم دا برید غندلی او د دغې پېښې له زیانمنو سره یې غمشریکي کړې ده. دغې ډلې ویلي چې دا برید د هغوی کار نه دی.
خو ولسمشر غني وايي چې طالبان نه شي کولای ځان ته برائت ورکړي؛ ځکه چې دغې ډلې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید وحشیانه بللی او د دغې پېښې پر څېړلو ټينګار کوي.
دا بې مخینه پېښه، د افغانستان د ګاونډیو او نړیوالو همکارانو د مشرانو له غبرګون سره مخامخ شوې ده.
له دې ډلې کابل کې د امریکا سفیر جانبس دا پېښه د هغه د عاملانو تر وروستۍ کچې احمقانه ګڼي او وايي چې ولسي وګړي باید دا ډول په نښه نه شي.
د شنبې شپې پر لس نیمو بجو (د زمري په ۲۶مه) یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسم په نښه کړل. په دغې پېښه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغان حکومت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځنې لپاره چمتووالی نیسي او له یوې میاشتې راهیسې کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا برید په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه اوونۍ مخکې هم، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د موټر بم یوه ستره چاودنه وشوه. چې په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي او د دغه برید پړه طالبانو منلې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)