دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 185033
د امریکا استخباراتي اداره: د القاعده شبکې رهبر د افغانستان پولې تر څېرمه د پاکستان په خاوره کې پټ دی
د امریکا استخباراتي سازمان (سي ای اې) د تازه موندنو له مخې د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په قبایلې سیمو کې پټ دی.

فاکس نیوز د دغه موندنو له مخې لیکلي چې د القاعد شبکې مشر د شمالي وزیرستان په یوه غرنۍ سیمه کې پټ دی.
د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۶ کې د شمالي وزیرستان شاوال سیمه کې یوه پټنځای باندې چې ګومان کېده ظواهري پکې پټ وي برید ترسره کړ خو په ظاهره برید بریالی نه و.
هغه شمېرې چې تراوسه د ظواهري امر لاندې کسانو په اړه د امریکا له لوري وړاندې شوې شاوخوا څلور زره تنه کسان دي چې په ټوله سیمه کې فعالیت لري.
دغه راز دغې شبکې رامنځته کېدو له وخته تراوسه د سپتامبر یوولسم برید په شمول ټوله نړۍ کې درې سوه پنځلس عملیات ترسره کړي دي.
له دې سره داسي ویل کیږي چې دمګړۍ القاعده شبکه کې تر ټولو زیات صلاحیت د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن پوري اړوندیږي.
حمزه بن لادن دیرش کلن ځوان چې امریکا د نوموړي په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.
 
سرچينه : TV1
https://avapress.com/vdcfmtdymw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته