کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا استخباراتي اداره: د القاعده شبکې رهبر د افغانستان پولې تر څېرمه د پاکستان په خاوره کې پټ دی

TV1 , 24 ثور 1398 ساعت 11:21

د امریکا استخباراتي سازمان (سي ای اې) د تازه موندنو له مخې د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په قبایلې سیمو کې پټ دی.



فاکس نیوز د دغه موندنو له مخې لیکلي چې د القاعد شبکې مشر د شمالي وزیرستان په یوه غرنۍ سیمه کې پټ دی.
د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۶ کې د شمالي وزیرستان شاوال سیمه کې یوه پټنځای باندې چې ګومان کېده ظواهري پکې پټ وي برید ترسره کړ خو په ظاهره برید بریالی نه و.
هغه شمېرې چې تراوسه د ظواهري امر لاندې کسانو په اړه د امریکا له لوري وړاندې شوې شاوخوا څلور زره تنه کسان دي چې په ټوله سیمه کې فعالیت لري.
دغه راز دغې شبکې رامنځته کېدو له وخته تراوسه د سپتامبر یوولسم برید په شمول ټوله نړۍ کې درې سوه پنځلس عملیات ترسره کړي دي.
له دې سره داسي ویل کیږي چې دمګړۍ القاعده شبکه کې تر ټولو زیات صلاحیت د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن پوري اړوندیږي.
حمزه بن لادن دیرش کلن ځوان چې امریکا د نوموړي په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.
 


د مطلب کود: 185033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185033/د-امریکا-استخباراتي-اداره-القاعده-شبکې-رهبر-افغانستان-پولې-تر-څېرمه-پاکستان-په-خاوره-کې-پټ-دی

آوا
  https://www.avapress.com