دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 179775
طالبانو په کندهار کې له ۲۰ ډېر سرحدي پولیس وژلي
د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز وسلوال برید کړی، چې په کې له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
یوې سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه برید تېره شپه د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز تر سره شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه مرکز یو شمېر سرتېري هم تریتم دي.
امنیتي چارواکو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د شنبې پر سهار( د سلواغې ۲۷) د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سرحدونو، اقوامو او قبایلو د وزیر ګل آغا شېرزي د پلرنۍ ادیرې د ساتونکیو قومندان وژل شوی دی.
د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي ویلي، چې په دې برید کې قومندان داوود د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی او دریور یې ټپي دی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8srhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته