دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 165944
داعش ځینی پټنځایونو باندی هوایی بریدونه
امریکایی ځواکونه په ننګرهار کې هسکې مینې ولسوالی کې داعش وسله والو باندی درنه بمباری کړي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ او چونګي سیمو کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې،چې د داعشیانو پر مهمو پټنځایونو ترسره شول، شپږ داعش وسله وال ووژل شول .
سرچینه زیاتوي، چې د ملي اردو څلورمې لوا مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې څلور د راکټ مرمې او یوه دهشکه، یوه پایه مخابره، یو حلقه چسپکي ماین او یوه اندازه چاودیدونکې توکې یې تر لاسه کړي دي .
په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن له لورې ځای پر ځای شوی ماین د ملي اردو ځواکونو له لورې کشف او خنثی کړای شو.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام له دې وړاندې ویلي وو چې د نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاڅوون کوونکو پر داعش وسله والو بريد کړی، چې جګړه رامنځته شوې او له امله يې اته داعش وسله وال وژل شوي او درې ژوندي نيول شوي. “
د ولایت مقام په وینا په دغه جګړه کې دوه پاڅوون کوونکي شهيدان شوي او دوه ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
 
https://avapress.com/vdceen8zejh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته