دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 164042
غزني کې د طالبانو برید او د امنیتي ځواکونو درنې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه
وسله والو طالبانو وړمه شپه د غزني ولایت په ده یک او جغتو ولسوالی ډلییز بریدونه پیل کړي چې د راپورونو له مخې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.
د ولایتي شورا یوه غړی ناصر احمد فقیري وایي، د وسله والو د برید په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، چې په شهیدانو کې د احتیاطي ځواکونو قوماندان حاجي برکت او د ده یک ولسوالی امنیه قوماندان شامل دي.
بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ده یک او جغتو ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس لوېدلي دي.
خو په ملي شورا کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني وایي، په دواړو ولسوالی کې سخت نښتې روانې دي او د سقوط له خطر سره مخ دي.
هغه تائید کړه چې د نښتې په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو لسو ورځو راهیسې سخت نښتې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc00qsi2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته