کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د طالبانو برید او د امنیتي ځواکونو درنې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1397 ساعت 9:31

وسله والو طالبانو وړمه شپه د غزني ولایت په ده یک او جغتو ولسوالی ډلییز بریدونه پیل کړي چې د راپورونو له مخې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.


د ولایتي شورا یوه غړی ناصر احمد فقیري وایي، د وسله والو د برید په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، چې په شهیدانو کې د احتیاطي ځواکونو قوماندان حاجي برکت او د ده یک ولسوالی امنیه قوماندان شامل دي.
بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ده یک او جغتو ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس لوېدلي دي.
خو په ملي شورا کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني وایي، په دواړو ولسوالی کې سخت نښتې روانې دي او د سقوط له خطر سره مخ دي.
هغه تائید کړه چې د نښتې په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو لسو ورځو راهیسې سخت نښتې روانې دي.


د مطلب کود: 164042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164042/غزني-کې-د-طالبانو-برید-او-امنیتي-ځواکونو-درنې-مرګ-ژوبلې-په-اړه-راپورونه

آوا
  https://www.avapress.com