د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې اوږدې خبرپاڼې کې ویلي دی، چې د وژل شویو عسکرو جسدونه هم پر میدان پاتې شول او دوی له پوستې څخه زیاته اندازه وسلې او مهمات غنیمت کړل.
سرچنیو ویلی، په دغه جګړه کې ۲ میله دهشکې، یو میل هاوان، یو میل ۷۵ میلي متري توپ، یو میل راکټ، یو میل شلکا ماشیندار، ۲ میله امریکايي جي سي پیکاوي، ۸ میله ایم ۱۶ امریکايي توپک، او خورا ډیر مهمات او نظامي توکي د دوه هاموي موټرو په شمول ونیول شول.
قاري یوسف د نیول شویو غنیمتونو انځورونه هم رسنیو ته لیږلي، چې په همدې خبر کې لیدل کیدلای شي.
خو د سر پل ولایت چارواکی ددې عملیاتو او د عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلی.