دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 40033
۴۲ تنه وسله وال طالبان په څو بیلا بیلو چاڼیزوعملیاتو کی دملی پولیسوځواکونو له لورې ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د اتوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننگرهار ، لغمان ، زابل ، بلخ ، کندهار ، هلمند ، خوست او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د اتوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننگرهار ، لغمان ، زابل ، بلخ ، کندهار ، هلمند ، خوست او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۴۲تنه وسلوال طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او ۳۷ تنه یی ژوندې نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه سپکې اودرنې وسلۍ ، مهمات اوچاودیدونکې توکې دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو اندازه زیاد درانه مهمات چاودیدونکې توکی کشف اولاسته راوړی دي
په یادو مهماتو کې ،څلورکړی د وسایطو ضد ماینونه ،۱۷ بوشکې چاودیدونکې توکې او ۲۸ ډزه د درنو وسلومرمی شاملي دي چې د طالب ترهګرو له لوري د غیراسلامی او انسانی کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار، زابل ، لوګر او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.

د جنایی جرمونوپروړاندی مبارزه
په همدی ډول تیره ورځ د کابل د۱۰۱آسمایی زون د ملي پولیسو منسوبینو دوه تنه د سړې وژني اوغلا کولو په تړاو د کابل ښار د لومړې او شپاړلسمې امنیتی حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم شیبه د ملی پولیسو د څیړنو لاندې دي.
د یادونی وړده چې د کابل دنړیوال هوایی ډګر سرحدی پولیسو تېره ورځ دري تنه د جعلی پاسپورتونو نه د ګټې اخیستني په تور نیولی دي ، نیول شوی کسان دم شیبه د څیړنو لاندې دي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvnk.23nvxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته