دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۶
د مطلب کود : 160738
هند افغانستان ته څلور جنګي الوتکې پېري- ابدالي
هند له بیلاروس سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغانستان ته څلور پوځي څرخي الوتکې ورکول کیږي.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي امریکا غږ ته وویل چې دا تړون شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان، هند او بیلاروس ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې به بیلاروس څلور څرخي ام-۲۴ الوتکې افغانستان ته ورکوي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي او ټول یې هند ورکوي.
ښاغلي ابدالي وویل "دا نوې الوتکې نه دي، زړې دې،" خو پرزې او وسایل یې نوي کیږي او "شاوخوا څلورو میاشتو کې به یې افغانستان" ته د انتقالولو لړۍ پيل شي.
ښاغلي ابدالي وویل افغانستان کې جنګ دی او د نویو الوتکو پېرل ډېر وخت نیسي " افغان ځواکونه دا ډول الوتکو ته ډېره اړتیا لري. بنآ موږ وغوښتل چې ژر تر ژره دې راکړل شي."
افغانستان پلان لري چې په را روانو څلورو کلونو کې خپل هوايي ځواک تر ډېره په پښو ودروي او په معاصرو وسایلو او تجهیزاتو یې سمبال کړي. د دغه پلان په پلې کولو کې امریکا ډېره برخه اخلي، خو ښاغلي ابدالي وویل چې هند هم د افغانستان سره پام وړ مرسته کولی شي.
تر دې مخکې امریکا افغان ځواکونو ته د بلک هاک الوتکو د ورکولو لړۍ پيل کړې وه او لومړنۍ جوپه یې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. افغان پوځ دا مهال ۱۱ بلک هاک الوتکې لري چې داکمالاتو او سرتېرو په لېږد را لېږد او طالبانو سره په جنګ کې ترې کار اخیستل کیږي.
امریکايي ځواکونه وايي تر ۲۰۲۴ کال پورې به ۱۵۹ بلک هاک الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، چې د ځمکنیو ځواکونو تر څنګ یې هوايي ځواک هم په پښو ودریږي.
https://avapress.com/vdcaewn6a49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته