د ښاغلي ابدالي په استعفا لیک کې راغلي ”دا چې ما مخکې تصمیم نیولی و چې نور باید په هېواد کې د ننه په تېره بیا په اوسنیو سختو او کړکیچنو حالاتو کې د خلکو له غوښتنې سره سرم د خلکو له پاره د رښتینې خدمت جوګه شم ځکه مې وغوښتل چې نور نو په خارج کې دغه دیپلوماتیکه دنده پای ته ورسوم، هیواد ته راشم، او هله د خلکو او هېواد په منځ کې د سولې، پرمختګ او ملي یووالی په لاره کې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې د خلکو له غوښتنو او ملاتړ سره سم پیل او ترسره کړ.“
ډاکټر ابدالي زیاته کړه ”خو دا چې ستاسو رسمي سفر په مخکې و، م وغوښتل چې د هېواد د ملي ګټو او د دوو دوستو هېوادو د ځانګړو اړېکو له امله خپله استفی ستاسو تر سفر پورې وځنډوم اوس چې دغه سفر په بري سره پای ته ورسېد، تاسو جلالمتاب ته له خپلې اوسنی دیپلوماتیکې دندې څخه خپله استعفی د هېواد د خلکو ته د لا ښه، ګټو او ملي خدمت په موخه وړاندې کوم، په دې هیله چې په دغه برخه کې به له ماسره مرسته وکړي او زما استعفی په د ملي ګټو او ملي غوښتنو په خاطر ومنی. “
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی تر اوسه د ډاکټر ابدالي د استعفا منل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.