د کورنیو چارو وزارت وایي، پیښه د چمن حضوري په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، پيشه د مقناطیسي د چاودنې له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې درې تنه ټپیان شوي.
خو په اتمه امنیتي حوزه کې امنیتي سرچینې وایي، د چاودنې له امله چې د مظاره چیانو خیمې ته څېرمه رامنځته شوې، په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیا دي.
بلخوا د کابل د امنیه قومانداني ویاند بصیر مجاهد وایي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دیار لس نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.