د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوليسو پر يوه لارۍ چې تر ۳۰ زيات عسکر پهکې سپاره وو، چاودنه شوې چې د يوه لاروي پهشمول شپږ پوليس پهکې وژل شوي او تر ۲۰ زيات کسان پهکې ټپيان شوي دي.
نن د چهارشنبې په سهار د اته نيمو بجو په شااوخوا کې د کوټې ښار جنوب لور ته د سرياب په سيمه کې پر سيوۍ سړک باندې هغه وخت چاودنه وشوه چې د پوليسو يوه لارۍ او يو بل ګزمه کوونکى موټر د تېرېدو په حال کې وو.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې ګڼ شمېر پوليس عسکر په يوه لارۍ او يوه موټر کې خپلې دندې ته روان وو چې ناببره ورباندې چاودنه وشوه.
نوموړی وايي، تر اوسه دا څرګنده نهده چې دا د سړک له غاړې خښ شوى بم وو او که ځانوژونکى بريد وو.
تر دې وړاندې په کوټه کې د زیاتو چاودنو مسؤلیت جماعت الاحرار يا داعش ډلې منلى دى.
تر دې وړاندې په کوټه کې د زیاتو چاودنو مسؤلیت جماعت الاحرار يا داعش ډلې منلى دى.
د پوليس مشر چيمه د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:
"شپږ تنه پوليس عسکر وژل شوي او يو بل په موټرسايکل سپور لاروى وژل شوى، ۲۲ کسان ټپيان شوي دي چې په هغوى کې هم زيات پوليس عسکر او څو لارویان دي، دوه ټپيان «بي اېم سي» روغتون ته وړل شوي، نور په ملکي او نظامي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، د پوليسو په دغو دواړو لاريونونو کې شااوخوا ۳۷ تنه پوليس عسکر سپاره وو."
په ورته وخت کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي رسنيو ته وويل، په روان کال کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د ترورېستي بريدونو ډېروالى دا څرګندوي چې وسلهوال غواړي، امنيتي ادارې له دې جګړې پر شا وتمبوي، خو وايي حکومت او امنيتي ادارې بهيې په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
سرفراز بګټي د ننني بريد پړه په ظاهره پر چا وروانهچوله، خو تور يې پورې کړ چې د داسې بريدونو تر شا د افغان او هندي استخباراتي ادارو لاس دى او تنظيموونکي يې په افغانستان کې دي.
ده زیاته کړه:
"تر ردالفساد او ضرب عزب عملياتو مخکې به چې وسلهوالو ترورېستي حملې کولې هغه بهيې په وزيرستان کې د پاکستان پر خاوره تنظيمولې، خو ننيې په افغانستان کې کوي، نن چې زموږ څومره ترهګر دي هغوى د افغانستان له خاورې استفاده کوي، د دې اوسنۍ پېښې د مرتکبينو په اړه څه نهشو ويلى، خو تر دې مخکې چې څومره پېښې شوي را «RAW» او ملي امنيت «NDS» حتى ترهګرو ته هدف هم په لاس ورکوي او ځانوژونکي بريدګر ورکوي."