دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 148820
هیوادکی ۹۰ تنو وسله والو وژل شوی دی
د د فاع وزارت وایی، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۹۰ تنه وسله والو وژل شوي دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی دی، چې د هېواد په بیلابیلو برخو کې کابو ۹۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
د دفاع وزارت ‎په خپره شوې خبرپاڼه کې نن ‎شنبې ورځ ویلی دي، د افغان ځواکونو دغه پوځي عملیات تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني،  وردک، زابل  کندهار، ارزګان، فراه،  بادغیس، بغلان،  تخار، بلخ،  فاریاب او د هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ترسره شوي دي.
خو تر اوسه د دولت مخالفینو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcirvazut1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته