د افغانستان د لوی بندونو د نړیوال کمیسیون یا (ICOLD) غړیتوب ترلاسه کړ.
دغه کمیسیون اعلان کړی چې افغانستان له دوو کلونو راهیسې د بندونو جوړولو منسجمو پروګرامونو او اوبو مدیریت سره په دغه کمیسیون کې د غړیتوب معیارونه ترلاسه کړي او په دې اساس یې غړیتوب تصویب شوی دی.
د هیواد د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې پر اساس یاد کمیسیون چې مرکز یې د فرانسې په پاریس ښار کې دی په ۱۹۲۸ میلادي کال کې رامنځته شوی دی.
د دې کمیسیون د اساس نامې پر اساس د بندونو په جوړولو کې د مصونیت تامین، په اقتصادي لحاذ د بندونو د جوړولو توجیه کول او د بندونو د چاپيریان د منفي تاثیراتو څیړل، د دغه بنسټ له موخو څخه دي.
دا کمیسیون په کال کې یو ځل عمومي ناسته او نورې کنګرې ترسره کوي چې موخه یې د نظرونو تبادله او د بند جوړونې د صنعت د وروستیو لاس راوړنو څیړل دي چې په غړو هیوادونو یا د دې صنعت نورو لرونکو هیوادونو کې ترسره کیږي.
دا کمیسیون اوسمهال ۲۵ کمیټې لري چې غړي یې د غړو هیوادونو استازي دي.
همداشان دا کمیسیون یو رییس او یو عمومي منشي لري چې د هیواد د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني ېې هم د دغه پلاوي مشري پر غاړه اخیستې.
د اوبو او انرژۍ وزارت په دغه کمیسیون کې غړیتوب یوه لویه لاسته راوړنه بللې.
افغان چارواکي وایي اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د مهار، تنظم او مدیریت پروګرامونه د خلکو د ملاتړ سره مخ شوي او دا د دې لامل شوي چې افغانستان په لویو نړیوالو بنسټونو کې حضور پیدا کړي.