د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د جمعې ورځې له غرمې مخکې پر یوولس بجو د پلخمري د برښنا د لومړي بند کنترول کوونکې دروازه د اوبو د فشار په نتیجه کې ماته شوه او د بغلان دوه بندونه له کاره ولویدل.
د بغلان برښنا د لومړي بند آمر عبدالعزیز وایي، که مرکزي حکومت دې ملي پانګې ته پام ونه کړي، ناوړه پایلې به ولري.
د بغلان برښنا د غوري شرکت فني مرستیال عبدالاول وایي، اوس د برښنا دواړه بندونه له کاره لویدلي اوشاوخوا پېنځه دېرش سلنه خلک له برښنا بې برخې شوې دي.
د پلخمري د برښنا لومړی بند پېنځه اویا کاله مخکې فعال شوی که څه هم آلمان ژمنه کړې وه، چې د دې بند توربینونه به بدلوي او ترمیم به یې هم کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې