کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د اوبو د لومړي بند د دروازې ماتیدنه

10 سرطان 1396 ساعت 10:07

د اوبو د ذخیرې د یوې کنترول کوونکې دروازې په ماتیدو د بغلان د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د جمعې ورځې له غرمې مخکې پر یوولس بجو د پلخمري د برښنا د لومړي بند کنترول کوونکې دروازه د اوبو د فشار په نتیجه کې ماته شوه او د بغلان دوه بندونه له کاره ولویدل.
د بغلان برښنا د لومړي بند آمر عبدالعزیز وایي، که مرکزي حکومت دې ملي پانګې ته پام ونه کړي، ناوړه پایلې به ولري.
د بغلان برښنا د غوري شرکت فني مرستیال عبدالاول وایي، اوس د برښنا دواړه بندونه له کاره لویدلي اوشاوخوا پېنځه دېرش سلنه خلک له برښنا بې برخې شوې دي.
د پلخمري د برښنا لومړی بند پېنځه اویا کاله مخکې فعال شوی که څه هم آلمان ژمنه کړې وه، چې د دې بند توربینونه به بدلوي او ترمیم به یې هم کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې


د مطلب کود: 145583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145583/په-بغلان-کې-د-اوبو-لومړي-بند-دروازې-ماتیدنه

آوا
  https://www.avapress.com