د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د وګړیو احوال ثبتولو قانون شپږمه ماده په برښنایي پېژندپاڼه کې د افرادو د مشخصاتو ثبتولو په اړه ده. د نوي تعدیل له مخې؛ په برښنایي پېژندپاڼه کې د افرادو د نورو مشخصاتو ترڅنګ، د هغوی د قوم نوم او د ملت په توګه ټولو ته افغان لیکل کېږي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د دغه قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحه نن (حوت/کب ۱۲مه) “د کابینې په ناسته کې تصویب شوه او په ورته وخت کې ولسمشر د تقنیني فرمان له لارې توشيح کړه.”
دغه دفتر دا هم په ډاګه کړې، چې د دغه تقنیني فرمان له مخې؛ د برښنایي پېژندپاڼو د وېش پروړاندې خنډونه لیرې شول او ډېر ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ ملي شورا به د ولسمشر د دغه تقنیني فرمان د رد یا تائید پرېکړه له رخصتیو وروسته وکړي.