د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د بلخ والي د دفتر رییس وایي، چې د حکمتیار او حکومت تر منځ د سولې له خبرو هرکلی کوو؛ خو نوموړی او د ګوند نور غړي یې باید دولت ته وسلې وسپاري، له دې پرته به ناوړه پایلې ولري.
د بلخ والي د دفتر رییس فیاض مهرآیین وایي، حکومت باید د وروستیو خونړیو حملو عاملین پیدا او په سزا ورسوي، له دې پرته به هېواد ته ناوړه پایلې ولري.
د ګلبدین حکمتیار او دولت تر منځ د سولې خبرې تېر کال نتیجې ته ورسیدې.
د غویي په اتمه کله، چې مجاهدین واک ته ورسیدل هیلې دا وې، چې نور به جګړې پای ته ورسیږي؛ خو داسې ونه شول او اوس هم جګړې روانې دي.
په ۱۳۷۱ کال کې د غویي په اتمه مجاهدینو کابل ونیوه؛ خو خپلمنځيو جګړو مجاهدین پرینښودل، چې حکومت جوړ کړي