دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 141251
د وحدت تصفیوی عملیات ترسره کیدنه د غزنی په مرکز کی
د مسلح مخالفانو د منځه وړلو لپاره د امنیتی ځواکونو تصفیوی عملیات د وحدت په نامه د غزنی ولایت مرکزی ساحو کی ترسره کیږی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، د جنرال نظام الدین خنجر، د غزنی ولایت ملی اردو دریم لوا قوماندی په وینا، ددی عملیات مقصد، د غزنی مرکزی سیمو تصفیه د مسلح مخالفانو څخه د امنیت د ښه والی لپاره دی.
په همدی حال کی ځینی نظامی کارپوهان دا عملیات نمایشی بولی او وایی، دا نظامی عملیاتونه د بیلابیلو سیمو د تصفیی لپاره کوم کارسازه کار نه دی.
محمد حیدری، په غزنی کی د پخوانیو جهادی قوماندانانو څخه د افغان غږ خبری آژانس سره په بخرو اترو کی وویل: دا نظامی عملیاتونه، کوم ښه کارکرد د مخالفانو د پاکولو لپاره په بیلابیلو سیمو کی نه لری، ځکه چی ددی عملیاتود شروع کیدو نیټه مخکی اعلانیږی او یا هم مخالفان خپل نفوذی کسانو په مرسته، ددی عملیاتونو د زمان او مکان څخه دقیق معلومات لری.
هغه زیاته کړه، هغه وخت چی عملیات شروع سو، مسلح مخالفان د عملیات تر ختمیدو پوری نورو سیمو ته ځی او د عملیات د ختمیدو وروسته بیرته سیمو ته راګرځی او یا هم ځان د عملیات په وخت کی ملکی کسان څرګندوی.
حیدری ټینګار کوی، کوم جدی اراده د مخالفانو د منځه وړنی لپاره په غزنی کی شتون نه لری، او نظامی عملیاتونه ډیر نمایشی او تبلیغاتی بڼه لری.
https://avapress.com/vdcjivevvuqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته