کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وحدت تصفیوی عملیات ترسره کیدنه د غزنی په مرکز کی

30 حمل 1396 ساعت 10:56

د مسلح مخالفانو د منځه وړلو لپاره د امنیتی ځواکونو تصفیوی عملیات د وحدت په نامه د غزنی ولایت مرکزی ساحو کی ترسره کیږی.


د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، د جنرال نظام الدین خنجر، د غزنی ولایت ملی اردو دریم لوا قوماندی په وینا، ددی عملیات مقصد، د غزنی مرکزی سیمو تصفیه د مسلح مخالفانو څخه د امنیت د ښه والی لپاره دی.
په همدی حال کی ځینی نظامی کارپوهان دا عملیات نمایشی بولی او وایی، دا نظامی عملیاتونه د بیلابیلو سیمو د تصفیی لپاره کوم کارسازه کار نه دی.
محمد حیدری، په غزنی کی د پخوانیو جهادی قوماندانانو څخه د آوا سره په بخرو اترو کی وویل: دا نظامی عملیاتونه، کوم ښه کارکرد د مخالفانو د پاکولو لپاره په بیلابیلو سیمو کی نه لری، ځکه چی ددی عملیاتود شروع کیدو نیټه مخکی اعلانیږی او یا هم مخالفان خپل نفوذی کسانو په مرسته، ددی عملیاتونو د زمان او مکان څخه دقیق معلومات لری.
هغه زیاته کړه، هغه وخت چی عملیات شروع سو، مسلح مخالفان د عملیات تر ختمیدو پوری نورو سیمو ته ځی او د عملیات د ختمیدو وروسته بیرته سیمو ته راګرځی او یا هم ځان د عملیات په وخت کی ملکی کسان څرګندوی.
حیدری ټینګار کوی، کوم جدی اراده د مخالفانو د منځه وړنی لپاره په غزنی کی شتون نه لری، او نظامی عملیاتونه ډیر نمایشی او تبلیغاتی بڼه لری.


د مطلب کود: 141251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141251/د-وحدت-تصفیوی-عملیات-ترسره-کیدنه-غزنی-په-مرکز-کی

آوا
  https://www.avapress.com