د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، دا مهال په هېواد کې د سوداګریزو چارو او پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لرو او قزاق پانګوال کولی شي، چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه کانونو کې پانګونه وکړي.
په کابل کې د قزاقستان سفارت مستشار اسماعیل اوف په سوداګریزو چارو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي او وایي، افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړې کې د پام وړ آسانتیاوې را منځته شوې دي.
د قزاقستان د پانګوالو رییس اسکر ارینوف وایي؛ قزاقستان هڅه کوي، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي توګه د ترانزیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ یوه ترانسپورتي لار مو هوایي کرښه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به له قزاقستان څخه افغانستان ته منظمې الوتنې پیل شي.
مونږ چمتو یو، چې له افغان سوداګرو سره ګډ پروګرامونه ولرو او په قزاقستان کې افغان سوداګرو ته د پانګونې لپاره هم زمینه برابره کړو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال د قزاقستان او افغانستان تر منځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه څلور سوه میلیون دالرو ته رسیږي. په افغانستان کې څلور څلویښت قزاقي شرکتونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. همدا اوس له ازبکستان څخه د اوړو، غنمو، غوړیو په ګډون ۲۱ قلمه توکي افغانستان ته واردیږي؛ خو د مرمرو ډبرې، خوراکي توکي او غالۍ له افغانستان څخه دې هېواد ته صادریږي.