د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
دغه عمليات داليشنګ او الينګار په ولسواليو او دمهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې دطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
په لغمان ولايت کې يو پوځي قوماندان وويل ؛ ددغو عملياتوپه بهيرکې ددوو پاکستاني قوماندانانو په ګډون اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل په دغو عملياتو کې پوځيان بريالي شوي چې څومهمې سيمې اولارې دطالبانو له شتون څخه پاکې کړي او دوسله والو طالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړي .
دلغمان پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به دډار اچوونکوله شتون څخه دلغمان ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.