د
افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی :
د پوهنې وزارت د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې (د لیندۍ۲۵مه) د نجونو یوه ښوونې سوځول د پوهنې او علم دښمنانو کار بولي.
یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره د ښوونځي سوځول غندي او له خلکو غواړي تر څو د روزنیزو ادارو د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
تراوسه پورې طالبانو د دې پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو یادې ډلې تر دې وړاندې ویلي وو چې په هېواد کې د بیارغونې او د نویو پروژو ملاتړ کوي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې په هېواد کې ښوونځي ته اور ورته کېږي، مخکې له دې هم په وار وار د ښوونځیو سوځولو راپورونه خپاره شوي وو.
په همدې حال کې لا هم د هېواد په نا امنو سیمو کې ډېر شمېر ښوونځي تړلي دي او ډېر شمېر ماشومان له زدو کړو بې برخې دي.