کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د نجونو د ښوونځي سوَځوَل

28 قوس 1395 ساعت 18:59

په لوګر ولایت کې د نجونو ښوونځي ته اور اچول شوی دی، د پوهنې وزارت یې غندې او له خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې د همکاریو غوښتنه کوي.


د آوا آژانس له مخی : د پوهنې وزارت د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې (د لیندۍ۲۵مه) د نجونو یوه ښوونې سوځول د پوهنې او علم دښمنانو کار بولي.
یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره د ښوونځي سوځول غندي او له خلکو غواړي تر څو د روزنیزو ادارو د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
تراوسه پورې طالبانو د دې پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو یادې ډلې تر دې وړاندې ویلي وو چې په هېواد کې د بیارغونې او د نویو پروژو ملاتړ کوي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې په هېواد کې ښوونځي ته اور ورته کېږي، مخکې له دې هم په وار وار د ښوونځیو سوځولو راپورونه خپاره شوي وو.
په همدې حال کې لا هم د هېواد په نا امنو سیمو کې ډېر شمېر ښوونځي تړلي دي او ډېر شمېر ماشومان له زدو کړو بې برخې دي.


د مطلب کود: 135472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135472/لوګر-کې-د-نجونو-ښوونځي-سو-ځو-ل

آوا
  https://www.avapress.com