دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 126316
دسولې پنځمه غونډه ښايي په روانه مياشت کې ترسره شي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ممکنه ده د افغانستان د سولې د څلور اړخيزې ډلې پنځمه غونډه ښايي په روانه ميلادي مياشت کې ترسره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ممکنه ده د افغانستان د سولې د څلور اړخيزې ډلې پنځمه غونډه ښايي په روانه ميلادي مياشت کې ترسره شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له استازو جوړه دغه ډله هڅه کوي، چېوسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې به روانې میاشت کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه چې دسولې خبرو ته د طالبانو راتلل اسانه کار نه دی،خو د سولې د څلور اړخيزې ډله دا مسولیت لري چې دغه کار ترسره کړي او وسلوال مخالفین د سولې خبرو ته حاضر کړي.

زکریا زیاته کړه چې هغه څه چې طالبان دسولې له لارې لاسته راوړنه لري د جګړې له لارې به يې هیڅکله ونه لري.

خو افغان حکومت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلام په اړه ویلي دي چې افغان حکومت د څلور اړخيزې ډلې په پنځمه غونډه کې پر ګډون هیڅ ډول غور نه دی کړی.

خو افغان حکومت د پاکستان د څلور اړخيزې ډلې په تیرو غونډو کې خپلې ژمنې عملي کړي نه دي، دوى په پنځمه غونډه کوم هوډ نه لري.

تیره ورځ ولسمشرغني په لندن کې دروسیې څیړنیزې موسسې کې د وینا پرمهال په کلکه له پاکستان څخه نیوکه وکړه اوویې ویل چې د غه هیوادکې طالبان اودحقاني شبکې غړي په ازاده فعالیت کوي.

ولسمشرغني وايي چې دکابل دپرلپسې غوښتنوسربیره، اسلام اباد تراوسه دطالبانو پرضدهیڅ ګام نه ده اوچت کړی.

داپه داسې حال کې ده چې افغانستان ، امریکا، چین اوپاکستان دسولې په څلوراړخیزه غونډه کې هوکړه کړې وه ، هغه طالبان چې دسولې خبروته حاضرنشي، پروړاندې به یې له پوځي ټاکنې کارواخیستل شي.

 
https://avapress.com/vdcezp8zpjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته