د بشری حقوقو د نړیوال فیډریشن عمومی منشی په بحرین کښې د بشری حقوقو پر پراخې خلاف ورزۍ نیوکه وکړه.
دالعالم خبری چینل د خبر له مخې آنتوان مادلین پرون د لبنان په پلازمینه بیروت کښې د بشری حقوقو په نړیواله غونډه کښې وویل: د بحرین حکومت د دغه هیواد زیاتره خلک له خپلو حقوقو بې برخې کړې دی او هره ورځ د بشری حقوقو خلاف ورځی کوی.
ماډلین د بحرین چارواکی د دغه هیواد د خلکو په پلان شوې او هدفمنه ځپنه تورن کړل او ویې ویل: هیڅوک دې له سزا نه تښتی او د بشری حقوقو خلاف ورزی کونکی باید محاکمه شی.
د بخښنې نړیوال سازمان او ډیرو نورو نړیوالو حقوقی ارګانونو په ځلونو په بحرین کښې د بشری حقوقو په چخڼی کیدو نیوکه کړې ده.
سرچينه : پشتو ایریب