کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال ارګانونه په بحرین کښې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ داده شول

پشتو ایریب , 11 حمل 1395 ساعت 11:35


د بشری حقوقو د نړیوال فیډریشن عمومی منشی په بحرین کښې د بشری حقوقو پر پراخې خلاف ورزۍ نیوکه وکړه.

دالعالم خبری چینل د خبر له مخې آنتوان مادلین پرون د لبنان په پلازمینه بیروت کښې د بشری حقوقو په نړیواله غونډه کښې وویل: د بحرین حکومت د دغه هیواد زیاتره خلک له خپلو حقوقو بې برخې کړې دی او هره ورځ د بشری حقوقو خلاف ورځی کوی.

ماډلین د بحرین چارواکی د دغه هیواد د خلکو په پلان شوې او هدفمنه ځپنه تورن کړل او ویې ویل: هیڅوک دې له سزا نه تښتی او د بشری حقوقو خلاف ورزی کونکی باید محاکمه شی.

د بخښنې نړیوال سازمان او ډیرو نورو نړیوالو حقوقی ارګانونو په ځلونو په بحرین کښې د بشری حقوقو په چخڼی کیدو نیوکه کړې ده.


د مطلب کود: 124312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124312/نړیوال-ارګانونه-په-بحرین-کښې-د-بشری-حقوقو-خلاف-ورزۍ-داده-شول

آوا
  https://www.avapress.com