دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 115223
په کابل کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر ته نږدې موټر بم چاودنه شوې ده
په کابل کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ته نږدې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

لومړني راپورونه ښيي چې دا موټر بم حمله ده او د حامد کرزي دنړیوال هوایي ډګر مخې ته د تالاشۍ په سیمه کې شوې ده. 

حمله مرګ ژوبله هم لري خو تراوسه یې د کره شمیر په اړه معلوما نشته.

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې دوه ورځې وړاندې په نږدې څلوریشتو ساعتونو کې په کابل کې درې حملې وشوې چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د شاشهید د سیمې وه.

د نننۍ حملې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ievtuqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته