دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 108125
راحيل شريف: د وروستي ترورېست تر ځپلو به عمليات دوام ولري
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي چې په قبايلي سيمو کې به د وروستي ترورېست تر ځپلو پورې پوځي عمليات دوام ولري؛ ځکه چې د پاکستان د پرمختګ يواځينۍ لار په دې هېواد کې ترورېزم ته د پاى ټکى اېښودل دي.
نوموړى همدراز وايي چې په قبايلي سيمو کې به د ترورېزم د ځپلو او د ترورېستانو د مخنيوي لپاره له افغانستان سره پر ګډه پوله نظم لا پياوړى کړي؛ ځکه چې د ترورېزم د ځپلو لپاره د پولې په دواړو خواوو کې همغږي اړينه ده.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د بيان له مخې؛ نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې د دې ايالت پوځي قومندانۍ ته د سفر پر مهال کړي.
جنرال راحيل شريف په قبايلي سيمو کې د وروستي ترورېست د ځپلو خبره داسې مهال کړې چې پاکستانيو ځواکونو د تېر ميلادي کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد د "ضرب عضب" په نامه پوځي عمليات پيل کړي دي چې لا تر دې دمه دوام لري.
د دغو عمليات په نتيجه کې د شمالي وزيرستان نزدې لس لکه اوسېدونکيو خپلې سيمې پرېښودې؛ د خيبر پښتونخوا بنو، هنګو او نورو سيمو ته يې کډې وکړې او په کمپونو کې مېشت شول.
جنرال شريف همداراز ويلي چې د شمالي وزيرستان د بې کوره شويو خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ په روانه مياشت کې پيل شي او اړوندو ادارو ته د هغوى د هر ډول مرستو لارښوونه کړې ده.
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات تر هغې وروسته چټک او پر قبايلي سيمو سربېره د پاکستان ښاري سيمو ته هم غځولي چې پاکستاني طالبانو د تېر ميلادي کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان ووژل شول.
د پاکستان حکومت په پېښور کې پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته د ترورېزم د مخنيوي لپاره يو شل ماده ييز ملي پلان جوړ کړى چې په کې په دې هېواد کې د ټولو ترورېستي ډلو پرضد د جدي اقداماتو او د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته د ټولو پر ضد د عملياتو غوښتنه شوې ده.
که څه هم د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې يې د حقاني او القاعدې شبکې د وسله والو پر ګډون د ټولو جنګياليو پرضد عمليات کړي؛ خو تر دې دمه لا خپلواکو او ځايي سرچينو د دوى د دغه ادعا پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې دوى قبايلي سيمو ته ژورنالېستان نه ورپرېږدي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان يو شمېر پوځي او دفاعي چارو څارونکي هم په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ وروستيو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې د دوى د ادعاوو حقيقت هغه به مهال څرګند شي چې د سيمې بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه شي او يا هم دوى ژورنالېستانو او نورو خپلواکو سرچينو ته وزيرستان ته د ورتګ اجازه ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcci4qsp2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته