دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 100434
عبدالله: د ۳واړه امنیتي ارګانونو د مشرتابه ترمنځ همغږي یوه اساسي اړتیا ده

د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایې، د درې واړه امنیتي ارګانونو د مشرتابه ترمنځ همغږي یوه اساسي اړتیا ده.
ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د وسله والو ځواکونو د مشرتابه اوایساف په ګډې غونډې کې وویل چې، د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مساله به د ملي امنیت په شورا کې مطرح کړي:
″د همغږۍ مساله به د ولسمشرپه مشرۍ د ملي امنیت شورا په سطحه مطرح شي او کوښښ به وکړو چې که په دې برخه کې کومې نیګړتیاوي وي، هغو ته رسیدګي وشي.″
نوموړي همدارنګه وویل چې؛ هڅې کیږي څو د امنیتي ځواکونو تلفات راکم شي.
په همدې حال کې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل چې په دغه غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې، افغانستان به په دوه زره او پنځلسم کال کې له یو لړ امنیتي ننګونو سره مخامخ وي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchxvnzk23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته