کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: د ۳واړه امنیتي ارګانونو د مشرتابه ترمنځ همغږي یوه اساسي اړتیا ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 میزان 1393 ساعت 14:28


د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایې، د درې واړه امنیتي ارګانونو د مشرتابه ترمنځ همغږي یوه اساسي اړتیا ده.
ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د وسله والو ځواکونو د مشرتابه اوایساف په ګډې غونډې کې وویل چې، د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مساله به د ملي امنیت په شورا کې مطرح کړي:
″د همغږۍ مساله به د ولسمشرپه مشرۍ د ملي امنیت شورا په سطحه مطرح شي او کوښښ به وکړو چې که په دې برخه کې کومې نیګړتیاوي وي، هغو ته رسیدګي وشي.″
نوموړي همدارنګه وویل چې؛ هڅې کیږي څو د امنیتي ځواکونو تلفات راکم شي.
په همدې حال کې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل چې په دغه غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې، افغانستان به په دوه زره او پنځلسم کال کې له یو لړ امنیتي ننګونو سره مخامخ وي.


د مطلب کود: 100434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100434/عبدالله-د-۳واړه-امنیتي-ارګانونو-مشرتابه-ترمنځ-همغږي-یوه-اساسي-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com